وېلنګټن 27 جنوري (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د پاكستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه به د ټي ټونټي نړيوال مېچ پرېكنده مقابله ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي۔ مېچ به د پاكستان معياري وخت له مخې د ورځې په يوولس بجې پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې مېچونو سېريز يو يو مېچ ګټلو سره برابر دے۔ كه پاكستان دا مېچ وګټي نو په نړيواله درجه بندې كښې به وړومبي پوزيشن ترلاسه كړي۔ د دې نه وړاندې د نيوزي لېنډ لوبډلې پنځه واړه يو ورځني مېچونه ګټلي وو۔