د بلوچستان د روغتيا وزير د اېف سي اهلكارو په شهادت غمرازي وكړه

كوئټه 15 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان د روغتيا وزير مير رحمت صالح بلوچ د اېف سي اهلكارو په شهادت غمرازي كړې او د دې پېښې ئې سخته غندنه كړې۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې قانون نافذ كوونكې ادارې د خپل ځان پروا نه كولو سره د امن بحالې او د خلقو تحفظ لپاره خپله وظيفه ترسره كوي٬ د ترهګرو لخوا دوي په نښته كول د كركې وړ عمل دے۔ د شهيد شويو اهلكارو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ د روغتيا وزير د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو روغتيا لپاره دعا وكړه۔