سرګئۍ لاوروف او جان كېري به (نن) ملاقات كوي

ماسکو 14 اکتوبر (اے پي پي)د روسیې خارجه وزير سرګئۍ لاوروف او د امریکې خارجه وزير جان كېري به د سوريې په كشاله خبرو اترو له (نن) د خالي په ورځ په لوزان ښار كښې ملاقات كوي ۔ دا خبره د روسيې د خارجه وزارت لخوا په يو بيان كښې شوې ده ۔ د بيان له مخې دواړه مشران د روسيې مسئلې هواري له ملاقات ته سلا شوې دي۔ په دې ملاقات كښې به د سعودي عرب او تركيې استازي هم ګډون كوي۔