واشنګټن 03 اكتوبر (اے پی پی) د امريكې خارجه وزير جان كېري به راروانه اونۍ كښې د افغانستان اولس مشر اشرف غني او چيف ايګزېكټو ډاكټر عبدالله عبدالله سره ملاقات كوي۔مېډيا راپور له مخې دا ملاقات به راروانه اونۍ د بېلجيئم په برسلز ښار كښې د نړيوال كنفرنس پھ موقع كېږي چې پكښې د افغانستان او سيمې په وضعه خبرې كېږي۔د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمينځه تېرو څو اونيو راهسې د اختلافاتو خبرونه رامخې ته شوي او د امريكې او اروپائي اتحادونو د هڅو په نتيجه كښې تېرو څو ورځو كښې د دواړو لارښودو ترمينځه د اختلافاتو ختمولو ادعا شوې وه۔د مبصرينو له مخې برسلز كښې به د افغانستان لارښود د نورو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي