د کولمبیا دولت او فارك ياغيانو ترمېنځه په تاريخي امن لوظنامه لاسليك وشو

بګوټا 27 ستمبر(اے پي پي) د کولمبیا دولت او فارك ياغيانو ترمېنځه په تاريخي امن لوظنامه لاسليك شوې دې ۔ د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې د دې امن لوظنامې نه پس به په كولمبيا كښې د تېرو 54 كلونو راهسې د روانې كورنۍ جګړې خاتمه ممكنه شي۔ په كارټيجينا ښار كښې د فارك ياغيانو مشر تمانشيكو او د كولمبيا اولس مشر جوآن مېنوئل سېنټوس په لوظنامه لاسليك كړے۔ …

بګوټا 27 ستمبر(اے پي پي) د کولمبیا دولت او فارك ياغيانو ترمېنځه په تاريخي امن لوظنامه لاسليك شوې دې ۔ د برتانيې د خپرونو ادارې له مخې د دې امن لوظنامې نه پس به په كولمبيا كښې د تېرو 54 كلونو راهسې د روانې كورنۍ جګړې خاتمه ممكنه شي۔ په كارټيجينا ښار كښې د فارك ياغيانو مشر تمانشيكو او د كولمبيا اولس مشر جوآن مېنوئل سېنټوس په لوظنامه لاسليك كړے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون او د لاطيني امريكې هېوادونو مشرانو هم په دې موقع موجود وو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د كولمبېيا اولس مشر ووئيل زه هيله لرم چې دې لوظنامې سره به يو نوې دور پېل شي ۔ د لوظنامې كېدو سره اروپائي ائتلاف فارك ياغيان د تند خوښو تنظيم نه خارج كړې۔ د يادونې وړ ده چې دواړو مشرانو چې په كوم قلم لاسليك كړې ھغه د ګولۍ نه جوړ شوې ٶ ۔ د کولمبیا اولس به راتلونكې مياشت دا پرېكړه په رېفرنډم كښې كوي چې ھغوي دا لوظنامه منې كنه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كولمبيا په كورنۍ جګړه كښې د دوه نيم لكه نه زيات كسان مړه او 60 لكه بې كوره شوې دي۔

مزید خبریں