د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان پاورټي اېليوېشن فنډ د كاركردګۍ جاج واخستلې شو

APP68-20 ISLAMABAD: September 20 - Federal Minister for Finance Senator Mohammad Ishaq Dar chairing a meeting with Qazi Azmat Isa on the performance of Pakistan Poverty Alleviation Fund (PPAF) at the Finance Division. APP

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د پاكستان پاورټي اېليوېشن فنډ (د غربت خاتمې فنډ) د كاركردګۍ جاج واخستلې شو چې پكښې د فنډ چيف اېګزېكټو افسر قاضي عظمت عیسیٰ د خزانې وزير ته د وزيراعظم د سود نه پاك د قرض سكيم پېشرفت پحقله برېفنګ وركړو۔ده ووئيل د اګست 2016ء تر پائې دوه لكه 7 زره 720 كسانو ته درې نيم اربه رو پۍ قرض وركړې شوې چې پكښې يو لك 27 زره 697 مېرمنې او 80 زره 26 سړي شامل دي٬ د 99 فیصده ریکوري په شرح ټولو كسانو ته تر 50 زره روپو قرض وركړې شوې۔ ده ووئېل 24 پارټنرانو نتيظمونو سره پاكستان پاوټي اېلوېشن فنډ دا مهال د 44 ضلعو په 287 يونين كونسلو كښې د سود نه پاك قرض وركړې شوې۔ ده ووئېل د دې سكيم د لارې نه يوازې خلقو ته قرضه وركولې شې بلكې دوي ته د بزنس اېډوائزري سروسز هم وركولې شي او د دوي رابطې مائېكرو فنانس انسټي ټيوټس او ماركيټونو څخه هم تړلې شي۔ د خزانې وزير د فنډ د كار ستائنه كولو سره ووئيل د دې قرض حجم زياتولو او تر نورو ضلعو پراخه كولو ته اړتيا ده۔ ده د سكيم د لرې 61 فيصده قرض مېرمنو ته د وركولو د عمل ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د دې سكيم كاميابي د هېواد اولس لپاره د حكومت د محنت او عزم ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل دا سكيم به د اولس د ژوند معيار بدلولو له مرستياله وګرځي۔ ده د پاورټي اېلوېشن فنډ له باور وركړو چې دا سكيم به لا موثره كولې شې او دوې د هلو ځلو كښې به بشپړه مرسته كولې شي۔ په دې موقع د اقتصادي چارو وزارت او د خزانې وزارت اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔