ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وېنا نه وړاندې د اسلامي همكارې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د كمشير رابطه ډلې د كشمير بهادر اولس سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د او آئي سي عمومي سېكتر اياد امين د مقبوضه كشمير په صورتحال اندېنښه ښودلو سره د ظلمونو بندولو غوښتنه كړې۔ د …
د او آئي سي د كشمير رابطه ډلې غړو بهادر كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف لخوا ﴿نن﴾ د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وېنا نه وړاندې د اسلامي همكارې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د كمشير رابطه ډلې د كشمير بهادر اولس سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د او آئي سي عمومي سېكتر اياد امين د مقبوضه كشمير په صورتحال اندېنښه ښودلو سره د ظلمونو بندولو غوښتنه كړې۔ د كشمير په اړه د او آئي سي د رابطه ډلې غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په مهال شوې چې پكښې د پاكستان او هند ترمېنځه د كشمير د پخوانې مسئلې په حل ټينګار شوے۔ د كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډلې په غونډه كښې سرتاج عزيز٬ د تركيې او آزربائيجان خارجه وزيرانو٬ د نائجېريا او سعودي اعلٰي استازو او د آزاد جمو كشمير اولس مشر ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې په سمدستي توګه د ظلم بندولو غوښتنه شوې۔ په غونډه كښې غوښتنه وكړې شوه چې هند دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير د مسئلي حل راوباسي۔








