په وېنزوېلا كښې د بې طرفه هېوادونو د تنظيم د مشرانو دوه ورځنې غونډه پاې ته ورسېده

كراكس 19 ستمبر (اے پي پي) په وېنزوېلا كښې د بې طرفه هېوادونو د تنظيم د مشرانو دوه ورځنې غونډه پاې ته ورسېده۔ د المانې مېډيا له مخې د غونډې په پاې كښې د دې تنظيم غړو هېوادونو د وېنزوېلا د اولس مشر نېكولس مادورو د ملاتړ اعلان كولو سره د امريكې څخه غوښتنه وكړه چې په كورنيو معاملو كښې دې لاس وهنه نه كوي۔ د غونډې نه پس يوه اعلاميه جاري كړې شوې چې پكښې د په نړۍ كښې په سوله ټينګار شوے او د نړيوالو طاقتونو نه غوښتنه شوې چې د نورو هېوادونو په كورنيو معاملو كښې دې لاس وهنه نه كوي۔ په غونډه كښې په سوريه٬ عراق او فلسطيني سيمو كښې په تشدد اندېښنه هم وښودل شوه۔