برلن 11 ستمبر (اے پی پی)د المان داخله وزارت او افغان چارواكو په المان كښې د موجود افغان كډوالو هېواد ته ستنېدو لپاره يوه لوظ نامه كړی۔د افغان حكومت به مالي مرستې په عوض د خپلو وګړو هېواد ته راستنولو لپاره د المان حكومت سره مرسته كوي۔دا المان يوه ورځپاڼه كښې خپور شوي يو راپور له مخې د افغان كډوالو هېواد څخه وېستلو او افغانستان ته ستنېدو په اړه د …
د المان او افغانستان ترمينځه په ا لمان كښې د موجود افغان كډوالو ستنېدو لپاره لوظ نامه

مزید خبریں
برلن 11 ستمبر (اے پی پی)د المان داخله وزارت او افغان چارواكو په المان كښې د موجود افغان كډوالو هېواد ته ستنېدو لپاره يوه لوظ نامه كړی۔د افغان حكومت به مالي مرستې په عوض د خپلو وګړو هېواد ته راستنولو لپاره د المان حكومت سره مرسته كوي۔دا المان يوه ورځپاڼه كښې خپور شوي يو راپور له مخې د افغان كډوالو هېواد څخه وېستلو او افغانستان ته ستنېدو په اړه د المان داخله وزارت او د افغانستان دوهم داخله وزير ترمينځه خبرې اترې د المان پايه تخت برلن كښې شوي۔د افغان كډوالو هېواد څخه د وېستلو تګلار په اړه دواړو هېوادونو اختلافات هم لرل خو د شپيګل له مخې د خبرو اترو په مهال په لوظ نامې تفصيلي خبرې اترې شوي دي۔د دې نه پس المان او افغانستان يو مفاهمتي يادښت ته سلا شوي۔د افغان پلاوې دې خبرې ته هم سلا شوې چې د افغانستان وګړي به د چارټر الوتكو د لارې افغانستان ته ستنولې شي۔د دې نه ځانله د افغان حكومت دا لوظ هم كړې چې د المان څخه ويستونكو كډوالو ته د پېښو خطرو مخ نيوي به هم كولې شي۔د المان حكومت به پھ دې لړ كښې افغانستان له د كال 430 ملين يورو اضافي مرسته وركوي








