
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د هيواد پرمختګ او سوكالۍ له پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ وزیراعظم دفتر كښې د وفاقی کابینې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل پاکستان د نړۍ وړومبنې هيواد دے كوم چی د قامی پرمختيائي ایجنډې تر مخه پارلمان څخه د اېس ډی جیز منظوری اخستي۔ده ووئيل د دې پروګرام ترمخه کم پرمختلليو سيمو ته خاص پام لرنه كولو سره به په بنیادی توګه د صحت او تعلیم څانګو كښې د هيواد ټولو سيمو او وګړو ته يو ډول موخې وركولې شي۔ ده ووئيل په اېس ډی جیز عمل درآمد لپاره بايد ځائي آبادي په بشپړه توګه شریكه کړې شي