وفاقي كابينې د ديامر بهاشا بند د زمكې اخستو لپاره د بيعې منظوری وركړه

APP41-09 ISLAMABAD: September 09 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif chairs meeting of the Federal Cabinet at PM Office. APP

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) وفاقي كابينې د ديامر بهاشا بند د زمكې اخستو لپاره د معاوضې د بيعې منظوری وركړې ده ۔ د جمعې په ورځ وزیراعظم دفتر كښی د کابینې غونډې مشرۍ كولو سره وزیراعظم محمد نوازشریف ځپليو له د معاوضې وركولو په لړ كښې د سپيځلتيا باورې كولو سپارښتنه وكړه۔ ده ووئيل د پن برېښڼا لويو لويو پروژو سره به هيواد كښې د برېښنا حاجت پوره تر سره او د سیلابونو مخنيوي له مرسته تر لاسه شي ۔ ده ووئيل حکومت د توان مسئلې هوارولو ته پام لرنه كوي، ده ووئيل زمونږ پروژو كښې د لنډې مودې ، مينځنۍ او اوږدې مودې پروژې شاملې دي۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا جارې شوي تفصیلات له مخې وزیراعظم ووئيل بايد د دیامر بھاشا بند ځپليو له د معاوضې وركولو په لړ كښې سپيځلتيا باغوري كړئ ۔ ده ووئيل حکومت د نړيوال بانك د لارې داسو بند لپاره د روپو اهتمام کړے دغسې د دیامر بھاشا بند جوړولو له به ټولې اسانۍ كارولې شي۔