ننګرهار كښې په فضائي بريدونو كښې د شدت خوښي تنظيم داعش د 12 څخه د زياتو غړيو د وژنې ادعا

كابل 06 ستمبر (اے پي پي)د افغانستان پايه تخت كابل كښې د خېر ښېګرې تنظيم د سيوري لاندې پھ دستوره بريد كښې يو كس مړ او 6 ژوبل شوي دي ٬ننګرهار كښې په فضائي بريدونو كښې د شدت خوښي تنظيم داعش د 12 څخه زياتو غړيو د وژنې ادعا شوې ده ٬قندوز كښې دولتې ځواك قلعه ذال اولسوالۍ د نيولو ادعا كړې ده ۔د افغان مېډيا له مخې چارواكو ووئيل …

كابل 06 ستمبر (اے پي پي)د افغانستان پايه تخت كابل كښې د خېر ښېګرې تنظيم د سيوري لاندې پھ دستوره بريد كښې يو كس مړ او 6 ژوبل شوي دي ٬ننګرهار كښې په فضائي بريدونو كښې د شدت خوښي تنظيم داعش د 12 څخه زياتو غړيو د وژنې ادعا شوې ده ٬قندوز كښې دولتې ځواك قلعه ذال اولسوالۍ د نيولو ادعا كړې ده ۔د افغان مېډيا له مخې چارواكو ووئيل تېره ورځ كابل كښې د فلاحي تنظيم پام لرنه د سيوري لاندې يوه دستوره شدت خوښو په نښه كړه چې پكښې يو كس مړ او 6 ژوبل شوي۔ختيز ولايت ننګرهار كښې په فضائي بريدونو كښې د شدت خوښي تنظيم داعش 12 څخه زياتو غړيو د وژنې ادعا كړې۔چارواكو ووئيل د ننګرهار په بېلو سيمو كښې د شدت خوښو اډې په نښه كړی شوي چې پكښې ګڼ شدت خوښي وژلې شوي دي ۔د دغې شدت خوښو تعلق د داعش سره ښودلې شوې۔ننګرهار كښې د تېرو څو مياشتو راهسې د داعش هلې ځلې زياتې شوي او افغان ځواكونو پھ دې سيمه كښې ځينې عمليات كړي۔شمالي قندوز كښې ځواكونو د قلعه ذال اولسوالۍ تر لاسه كولو ادعا كړې۔يوه مياشت وړاندې طالبانو په دې اولسوالۍ قبضه كړې وه

مزید خبریں