د سي پېك ترمخه ډي ټي اېم بي پائېلټ پراجېكټ مقصد پاكستان ډيجيټلائز كول دي

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د سي پېك ترمخه ډي ټي اېم بي پائېلټ پراجېكټ مقصد پاكستان ډيجيټلائز كول دي۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د ساجد احمد د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه ګوادر خوشاب 193 كلوميټر سړك بشپړ شوې۔ده ووئيل وزيراعظم د فرورۍ په درېمه نېټه كال 2016 د دې پروژې پرانسته كړی وه