سی پېک جوړېدو سره به تر كال 2018ء قامي ګرډ كښې 10 زره مېګاواټ برېښنا شامل كړې شي۔ ډاكټر احسن اقبال

اسلام آباد ۔ 21 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر ډاكټر احسناقبال وئيلي چې د سي پېك جوړېدو سره به د تر كال 2018 قامي ګرډ كښې 10 زره اضافي برېښنا شامل كړې شي۔ پي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل دا يوه قامي مېګا پروژه ده چې ورسره به معيشت لا مستحكم شي۔ ده ووئيل دا منصوبه د څلورو واړو صوبو په ګټه ده او دې سره به اقتصادي انقلاب رامخې ته شي۔ ده ووئيل چین د سی پېک منصوبې د لارې د 46 ارب ډالر سرمايه كاري كوي او د نجي سرمايه كارو د لارې به 35 ارب ډالر د توان په څانګه مصرف كولې شي۔ ده ووئيل د كراچي پورټ د لارې به 1320 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل ګوادر څخه تر خضدار به لوئې لارې او نېنشل ھائي وے جوړولې شي۔ هره صوبه كښې به يو انډسټريل زون جوړولے شي۔