
كراچۍ 29 جولائي (اے پي پي) د پيپلز ګوند مركزي لارښود او پخوانے وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني د معراج محمد خان په مړينه غمرازۍ له د ھغه كور ته لاړو او د ھغه زوي خاقان خان سره ئې غمرازۍ وكړه۔ خپلو خبرو كښې يوسف رضا ګېلاني د معراج محمد خان هېواد او جمهوريت لپاره خدمات وستائل ۔ده دعا وكړه چې لوې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔