د اعلی تعلیم ودې له د پاكستان او امریکا نالج کوریډور به مرستياله وګرځي

اسلام آباد 28 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د اعلی تعلیم ودې او ترویج له د پاكستان او امریکا نالج کوریډور به مرستياله وګرځي ٬راتلونكو لسو كلونو كښی به په ټول هېواد كښې 10 زره پی ایچ ډی سکالرانو ته د پي اېچ ډي تعليم وركولې شي۔ د دې خیالاتو څړګندونه ده د زيارت پھ ورځ د امریکې پوهنتون پلاوي …

اسلام آباد 28 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د اعلی تعلیم ودې او ترویج له د پاكستان او امریکا نالج کوریډور به مرستياله وګرځي ٬راتلونكو لسو كلونو كښی به په ټول هېواد كښې 10 زره پی ایچ ډی سکالرانو ته د پي اېچ ډي تعليم وركولې شي۔ د دې خیالاتو څړګندونه ده د زيارت پھ ورځ د امریکې پوهنتون پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔وفاقی وزیر ووئيل تاریخ پھ ډاګه كړي چې هر ډول حالاتو كښې د پاکستان او امریکې اړيكې په ځائې باتې شوي ، تير وخت د پاکستان امریکې اړيكې ستراتيجكي او تر امنيتي څانګو محدود وي ۔ ده ووئيل نن د پاکستان او امریکې اړيكې جیو استراتيجكي نه جیو اکنامك ته رسېدلې دي ۔ ده ووئيل پاکستان وړومنې هيواد دے د كوم پارلمان چې د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو له متفقه قرارداد منظور كړي۔ ده ووئيل وژن 2025 د كوټلي پرمختيائي اهداف ترلاسه كولو لپاره روډ میپ دے۔ ده ووئيل د نړۍ اولس له به د غريبۍ ، معاشی عدم توازن او سماجی چیلنجونو مخنيوي له شريك عمل ته وده وركول وي۔