کراچۍ 27 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هېواد معاشي پرمختګ لپاره به د ادارو ترمېنځه نزدې همكاري كول وي ٬ تر 2025 به پاكستان د نړۍ په 25 معيشتونو كښې شاملولو له بايد ټولې ادارې خواري وكړي۔ده داخبرې د مركزي بانك ګورنر اشرف محمود وتھرا سره د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔غونډه كښې د وزارت او د مركزي بانك …
تر 2025 پاكستان د نړۍ په 25 معيشتونو كښې شاملولو له بايد ټولې ادارې خواري وكړي

مزید خبریں
کراچۍ 27 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د هېواد معاشي پرمختګ لپاره به د ادارو ترمېنځه نزدې همكاري كول وي ٬ تر 2025 به پاكستان د نړۍ په 25 معيشتونو كښې شاملولو له بايد ټولې ادارې خواري وكړي۔ده داخبرې د مركزي بانك ګورنر اشرف محمود وتھرا سره د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔غونډه كښې د وزارت او د مركزي بانك چارواكو ګډون كړې۔مركزي بانك او د منصوبه بندۍ وزارت په بېلو معاشي چارو يو بل سره كار كوي او دواړه ادارې په بېلو موضوعاتو د يو بل پوهې نه استفاده هم كوي۔ وفاقي وزیر احسن اقبال ووئيل د هېواد معاشي پرمختګ لپاره به د ادارو ترمېنځه نزدې همكاري پكار وي٬ تر 2025 پاكستان د نړۍ په 25 معيشتونو كښې شاملولو له بايد ټولې ادارې محنت وكړي ۔ده ووئيل د شريك بصيرت نشتوالي په سوب صنعت ٬ برآمدات٬ كركيله او د بشري وسيلو پشمول ګڼ شمېر څانګو كښې مونږ خپل صلاحيتونه نشو كارولې۔د مركزي بانك د كردار ستائنه كولو سره وفاقي وزير ووئيل بانك تجربه او پوهه لري او د منصوبه بندۍ كمېسون د هېواد معيشت سباٶن په خاطر بانك سره په ګډه د كار كولو اراده لري ۔په دې موقع د مركزي بانك ګورنر اشرف محمود وتهرا د وفاقي وزير هركلے وكړو او د بانك په چارو او پوهه ئې رڼا واچوله











