سي پېك پروژه كښې دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي بايد بلوچستان٬فاټا او ګوادر ته د دې زياته ګټه ورسي

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ غړيو وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه هېواد لپاره مهمه ده٬ سي پېك پروژه كښې دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي بايد بلوچستان٬فاټا او ګوادر ته د دې زياته ګټه ورسي٬د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ سره به د هېواد معيشت پرمختګ وكړي او پاكستان به سيمه كښې تجارتي مركز جوړ شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ په …

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ غړيو وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه هېواد لپاره مهمه ده٬ سي پېك پروژه كښې دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي بايد بلوچستان٬فاټا او ګوادر ته د دې زياته ګټه ورسي٬د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ سره به د هېواد معيشت پرمختګ وكړي او پاكستان به سيمه كښې تجارتي مركز جوړ شي۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډھ كښې د پاكستان او چين ترمينځه د لوظ نامې نكاتو پھ حقله پھ تحريك التوا بحث كښې ډاكټر جهانزېب جمالديني ووئيل بايد د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په اړه ايوان د ټولو تفصيلاتو نه خبر كړی شي۔ده ووئيل سي پیك ترمخه دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي۔سناتور مير كبير ووئيل د سي پېك څوك مخالف نه دې خو پھ دې مونږ څه تحفظات لرو٬ ده ووئېل مونږ دا غوښتنه كوو بايد د سي پیك زياته ګټه ګوادر او بلوچستان ته ورسي۔سناتور اعظم سواتي ووئيل سي پیك يو مهمه پروژه ده او په دې پروژه كښې دې پسمانده سيمو ته پام لرنه وكړی شي