آډټ چاواكي دې د اولس د پيسو سپيځلې كارول او د بې ضابطګیو مخنيوي له جدیدې وسيلې وكاروي ، اولس مشر

اسلام آباد 27 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسین د آډیټر جنرل کارکردګی ستائلو سره وئيلي دي د نورو ښو نتيجو لپاره د آډټ نظام لا ښه كولو ته اړتيا ده۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ آډیټر جنرل رانا اسد امین سره ايوان صدر كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال آډیټر جنرل اولس مشر ته خپل كلن راپور وړاندې كړو ۔ اولس …

اسلام آباد 27 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسین د آډیټر جنرل کارکردګی ستائلو سره وئيلي دي د نورو ښو نتيجو لپاره د آډټ نظام لا ښه كولو ته اړتيا ده۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ آډیټر جنرل رانا اسد امین سره ايوان صدر كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال آډیټر جنرل اولس مشر ته خپل كلن راپور وړاندې كړو ۔ اولس مشر ووئيل سرکاری څانګو كښې د فنډز سپيځلتيا او احتساب منصفانه نظام آډټ نظام لا ښه كولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر د آډیټر جنرل د دفتر کارکردګی ستائلو سره ووئيل په اربونو روپۍ رېكوري شوې كوم چې يو ښه ګام دے۔ اولس مشر ووئيل آډټ راپورونو كښې بې ضابطې په ګوته كولو او په هغې د کارروائی سره د کرپشن لعنت ختميدې شي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې سباؤن كښې د آډټ نظام به لا ښھ كړې شي ۔ آډیټر جنرل د كلن راپور په اړه اولس مشر خبر كړو۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د میرټ پھ پالیسۍ عملدرآمد كېږي۔