پېشه وره تربيې وركونكو ادارو كښې د وزيراعظم خاص پروګرام ترسېوري لاندې د تربيه كونكو شمېره 25 زرو څخه 50 زره ته رسولې شوې

اسلام آباد ۔21 جولائی(اے پی پی ) د تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمن وئيلي دي پېشه وره تربيې وركونكو ادارو كښې د وزيراعظم خاص پروګرام ترسېوري لاندې د تربيه كونكو شمېره 25 زرو څخه 50 زره ته رسولې شوې او د تربېې پروګرامونو كښې مېرمنو لپاره هم پروګرام شامل كړې شوې دي ۔ د زيارت په ورځ د سېنټ غونډه كښې د سناتور عتيق شېخ ٬ كلثوم …

اسلام آباد ۔21 جولائی(اے پی پی ) د تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمن وئيلي دي پېشه وره تربيې وركونكو ادارو كښې د وزيراعظم خاص پروګرام ترسېوري لاندې د تربيه كونكو شمېره 25 زرو څخه 50 زره ته رسولې شوې او د تربېې پروګرامونو كښې مېرمنو لپاره هم پروګرام شامل كړې شوې دي ۔ د زيارت په ورځ د سېنټ غونډه كښې د سناتور عتيق شېخ ٬ كلثوم پروين پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان كښې د پېشه وره تربيې بېلې ادارې كار كوي۔ د وزيراعظم خاص پروګرام ترسېوري لاندې د تربيه كېدونكو شمېره 25 زره څخه 50 زره ته رسولې شوې۔ ده ووئيل بلوجستان كښې وړاندې څخه دوه زره كوچنيان تربيه تر لاسه كوي اوس به دا شمېره 4 زره كړې شي۔ ده ووئيل وړاندې د لږې مودې پرواګرام وخت 3 مياشتې ؤ كوم چې 6 مياشتې كړې شوې