سېنېټ په مدينه منوره كښې د ځانمرګي چاودنې د غندلو قرارداد منظور كړو

اسلام آباد21 جولائی (اے پی پی) سېنېټ مدينه منوره كښې د ځانمرګي چاودنې د غندنې قرارداد منظور كړې دې ۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور حافظ حمد الله په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دا ايوان په مدينه منوره كښې د ځانمرګي بمي چاودنې سخته غندنه كوي او ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګڼدونه كوي۔ قرارداد كښې وئېلې شوي مدينه منوره …

اسلام آباد21 جولائی (اے پی پی) سېنېټ مدينه منوره كښې د ځانمرګي چاودنې د غندنې قرارداد منظور كړې دې ۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور حافظ حمد الله په دې لړ كښې قرارداد وړاندې كړو۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دا ايوان په مدينه منوره كښې د ځانمرګي بمي چاودنې سخته غندنه كوي او ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګڼدونه كوي۔ قرارداد كښې وئېلې شوي مدينه منوره د اسلام زړه دے او پھ دې مقدس ښار كښې ناوړه كاروائۍ كونكو عناصرو د ټول امت زړه ژوبل كړې۔دا ډول بريد كونكي هېڅ مذهب او وطن نه لري۔دا بريد په داسې وخت كښې شوې كله چې په روژه كښې پھ مدينه منوره كښې د لاكونو په شمېر مسلمانان موجود وو۔د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه د راغليو مسلمانانو په نښه كولو هڅه شوې۔په قرارداد كښې وئېلي شوي د عسكريت خوښۍ خاتمې لپاره د ايوان لخوا د موثره حكمت عملۍ خپلولو ضرورت دے۔د دې نه پس په اتفاق سره د قرارداد منظور كړې شو