په سركاري ملازمتونو كښې د بلوچستان كوټه 6 فيصده ته رسولې شوې

اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئېلي دي په سركاري ملازمتونو كښې د بلوچستان كوټه 6 فيصده ته رسولې شوي ده ۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د سناتور حافظ حمد الله٬اعظم سواتي او د نورو غړو د غوښتنو په ځواب كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير سېنېټ ته ووئيل په سركاري ملازمتونو كښې …

اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئېلي دي په سركاري ملازمتونو كښې د بلوچستان كوټه 6 فيصده ته رسولې شوي ده ۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د سناتور حافظ حمد الله٬اعظم سواتي او د نورو غړو د غوښتنو په ځواب كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير سېنېټ ته ووئيل په سركاري ملازمتونو كښې د بلوچستان كوټه 6 فيصده ته رسولې شوې۔ده ووئېل په اېن اېچ اے كښې 25 افسران د غړو او د جنرل منيجر په توګه په ځاې كړی شوي۔د ګرېډ 15 نه تر 22 د ملازمانو شمېره 715 ده۔ده ووئيل د اېن اېچ اے بېلا بېلو پروژو لپاره هم د افسرانو خدمات ترلاسه كولې شي