اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي انتها خوښۍ او عسكريت خوښۍ پاكستان ته ترټولو زيات زيان رسولې۔ ضرب عضب عمليات په كاميابۍ سره روان دي او مونږ به د روان كال تر پايې د عسكريت خوښو نوغې وباسو۔ نړيواله ورورولي د پاكستان دې ځانګړې تجربې څخه استفاده كولې شي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ 41م نتھيا ګلي سمر كالج مېلمنو …
ضرب عضب عمليات په كاميابۍ سره روان دي او مونږ به د روان كال تر پايې د عسكريت خوښو نوغې وباسو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي انتها خوښۍ او عسكريت خوښۍ پاكستان ته ترټولو زيات زيان رسولې۔ ضرب عضب عمليات په كاميابۍ سره روان دي او مونږ به د روان كال تر پايې د عسكريت خوښو نوغې وباسو۔ نړيواله ورورولي د پاكستان دې ځانګړې تجربې څخه استفاده كولې شي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ 41م نتھيا ګلي سمر كالج مېلمنو په درناوي كښې د وركړې شوې مېلمستيا په مهال خبرو كښې وكړه۔ د مېلمستيا دستوره كښې د پاكستان اټامک انرجی کمېشن چیئرمین محمد نعیم او كورنيو او بهرنيو سائنسمدارو ګډون كولو۔ اولس مشر ووئيل د نتھیا ګلی سمر کالج زمونږ سائنسمدارو لپاره ډېر ګټه ور دے۔ د دې د لارې پاكستاني سائنسمدار د نړيوالو سائنسمدارو تجربو څخه استفاده كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو ګاونډيانو په شمول د نړۍ ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي۔ ده ووئيل انتها خوښۍ او عسكريت خوښۍ پاكستان ته سخت زيان رسولے۔ ده ووئيل اوس دې مسئلې د نړۍ نورې برخې هم ځپلي۔ ده ووئېل نړيواله ورورولي په دې لړ كښې زمونږ تجربو څخه استفاده كولې شي ولې چې مونږ په دې لړ كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ ده وئيل مونږ د ترهه ګرۍ مقابلې له ضرب عضب عمليات پېل كړې وو كوم چې په كاميابۍ سره روان دي او مونږ به د روان كال تر پايې د عسكريت خوښو نوغې وباسوو۔ اولس مشر ووئيل مونږ په امن باور لرو او غواړو چې د سائنس پرمختګ د انسانيت خېر ښېګړې له وكارولې شي











