د كشمير د آزادۍ تحريك كښې د مظلومو كشميريانو هڅې او قربانۍ په ډاګه كولو لپاره پاكستانۍ مېډيا بنيادي كردار ترسره كولې شي

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي)د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئېلي دي د كشمير د آزادۍ تحريك كښې د مظلومو كشميريانو هڅې او قربانۍ په ډاګه كولو لپاره پاكستانۍ مېډيا بنيادي كردار ترسره كولې شي٬مېډيا له به د ټولو مصلهتونو څخه لرې نړيوال ضمير ته غږ كول وي او په كشميري اولس د هند ظلمونو لړۍ بندولو له به خبريالانو له په زړه …

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي)د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئېلي دي د كشمير د آزادۍ تحريك كښې د مظلومو كشميريانو هڅې او قربانۍ په ډاګه كولو لپاره پاكستانۍ مېډيا بنيادي كردار ترسره كولې شي٬مېډيا له به د ټولو مصلهتونو څخه لرې نړيوال ضمير ته غږ كول وي او په كشميري اولس د هند ظلمونو لړۍ بندولو له به خبريالانو له په زړه پورې ډول غږ پورته كول وي۔پاكستان به د كشميري اولس په هره كچه ملاتړ روان ساتي٬د هند ظلمونو په ضد د مقبوضه كشمير اولس د مړانې تحريك په نتيجه كښې به ضرور ګټه اومومي او دوي به آزادي ترلاسه كړي۔ده د شورو په ورځ اے پي پي هېډكوارټر كښې كشميري اولس سره د يو والي او د هندي ظلمونو پھ ضد د تورې ورځې په مناسبت د دعا دستورې ته خطاب كولو۔مسعود ملك ووئيل د كشميري آزادي د پاكستان تكميل دے٬قائداعظم محمد علي جناح كشمير د پاكستان شا رګ ګرځولې وو او د كشمير تر آزادۍ به د نيمې وچې وېش بشپړ نه شي۔ده ووئيل كشميريانو پھ خپلو قربانو د آزادۍ تحريك ژوندې ساتلې او دوي په تش لاس د جبر و استعداد په مړانه مقابله كړې۔ده ووئيل د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه په هره كچه د كشمير معامله پورته كړې او دې ته د پاكستاني اولس په زړه پورې ملاتړ ترلاسه دے۔ده ووئيل اے پي پي د كشمير مسئلې پورته كولو له په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د اے پي پي نمائندګان د كشمير مسئلې ته بشپړ كورېج وركوي٬د كشمير مسئلې حل له به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔د دې څخه وړاندې د نېشنل كونسل آف رائټرز صدر او نوموړي ليكوال نيئر سرحدي خپل خطاب كښې د تورې ورځ په مهال د اے پي پي كښې راجوړه دستوره ستائېلو سره ووئيل يو خوا كشمير كښې كشميريان خپل حق له غږ پورته كوي او بل خوا تاسو د قلم د لارې جهاد كوئ۔ده ووئيل هند چې مقبوضه كشمير كښې پھ بې ګناه اولس كوم ظلم روان كوې دا د نړۍ قامونو له د فكر لمحه ده۔ده ووئيل ملګري ملتونه دې د كشمير مسئله د پاس كړی شويو قراردادونو ترمخه حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔د اے پي پي ډائرېكټر كوآرډينېشن محمد نعيم چوهدري ووئيل پاكستان به د كشميريانو حق له غږ پورته كوې او تر آزادۍ ترلاسه كېدو به په هره كچه د دوي مرسته كوي۔ده ووئيل ټول هېواد كښې توره ورځ لمانځل د دې خبرې ثبوت دے چې زمونږ زړونه كشميريانو سره دي ۔د اے پي پي ډائرېكټر نيوز اكرم ملك خپل خطاب كښې ووئېل كشميري اولس ته بايد د خپلواكۍ خپل حق د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه وركړے شي۔ده ووئيل كشمير د پاكستان شا رګ دے او هغه وخت به ضرور راشي كله به چې كشميريان خپل حق ترلاسه كړي۔د دستورې په پايه كښې اېم ډي مسعود ملك د كشمير شهيدانو٬د كشميري اولس هڅو كاميابۍ او زر تر زره د آزادۍ ترلاسه كولو له خاص دعا وكړه۔پھ دې مهال د اے پي پي ملازمانو٬چارواكو كشميريانو وروڼو سره د يوالي څرګندونې او كشمير كښې د هندي ظلمونو په ضد د احتجاج په توګه په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې