د كشمير مسئلې هواري په اړه د ملګرو ملتونو پشمول د نړيوالې ټولنې په دوه مخيزه معيار سخته اندېښنه لرو

اسلام آباد 20 جولائي (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر وئېلي دي د كشمير مسئلې هواري لپاره د ملګرو ملتونو پشمول د نړيوالې ټولنې په دوه مخيز معيار سخته اندېښنه لرو٬كه نړيوالې ادارې په ختيز تيمور او سوډان كښې ريفرنډم كولې شي نو د مقبوضه كشمير او فلسطين په معامله ولې نه كوي۔د بشري حقونو نړيوالو ادارو ته د يو لك كشميريانو …

اسلام آباد 20 جولائي (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر وئېلي دي د كشمير مسئلې هواري لپاره د ملګرو ملتونو پشمول د نړيوالې ټولنې په دوه مخيز معيار سخته اندېښنه لرو٬كه نړيوالې ادارې په ختيز تيمور او سوډان كښې ريفرنډم كولې شي نو د مقبوضه كشمير او فلسطين په معامله ولې نه كوي۔د بشري حقونو نړيوالو ادارو ته د يو لك كشميريانو شهادت٬ 30 لكه كنډې او 1 لاك ېتيمان ولې نه ښكاري ٬پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔د شورو په ورځ په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په ضد د تورې ورځې په موقع د كشمير چارو په وزارت كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د كشمير چارو وفاقي وزير برجيس طاهر ووئيل په ټول هېواد كښې او نړۍ كښې پاكستانيان توره ورځ لمانځي٬ټول قام كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كوي۔ده ووئيل هند تل وئېلي دي پھ مقبوضه كشمير كښې پاكستان لاس وهنه كوي بيا په پوله د ديوال او د خار دار تار لګولو خبرې وكړی شوې خو د وړوكي اختر په دوهمه ورځ په سرينګر كښې د كشميريانو د پنځم نسل 22 كلن ځوان برهان واني شهيد كړے شو ٬ده ووئېل برهان واني څوك وو هغه د يو پروفيسر زوې او د مقبوضه كشمير د پنځم نسل زلمې ؤ۔د چا مړې چې د پاكستان په قامي بېرغ كښې رانغښتې وو او په جنازه كښې يې 5 لكه برهان واني شامل شول او هند ته يې ووئيل پھ نوي نسل كښې د لاكهونو په شمېر واني موجود دي۔ ده ووئېل د هندي ځواكونو په ډزو نور 40 كشميريان شهيدان شول خو سره د دې هم د كشميريانو حوصله ماته نه شوه٬ ده ووئېل د هند توپې وسله او پوځ د دې تحريك مخه نه شي نيولې۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف درې ځله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې د كشمير د مسئلې په هواري زور راوړې۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې په نړۍ كښې څوك غلام نه شي پاتې كېدې