اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي د بلاول زرداري خبري كنفرنس پھ آزاد كشمير كښې د دوي د ناكامو غونډو كولو غوندې هېڅ اثر ونه لرلو٬بلاول پھ آزاد كشمير كښې د اولس د ملاتړ او پام لرنې پھ لړ كښې مكمل پاتې راغلې۔د نهې پھ ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د چوهدري مجيد كرپشن او …
د بلاول زرداري خبري كنفرنس پھ آزاد كشمير كښې د دوي د ناكامو غونډو غوندې هېڅ اثر ونه لرو

مزید خبریں
اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي د بلاول زرداري خبري كنفرنس پھ آزاد كشمير كښې د دوي د ناكامو غونډو كولو غوندې هېڅ اثر ونه لرلو٬بلاول پھ آزاد كشمير كښې د اولس د ملاتړ او پام لرنې پھ لړ كښې مكمل پاتې راغلې۔د نهې پھ ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د چوهدري مجيد كرپشن او ظلم پي پي پي د آزاد كشمير د ټاكنو نه بهر كړي۔ده ووئيل د مجيد حكومت زمونږ دوه كارمندان شهيدان كړي او زمونږ كانديد چوهدري عزيز يې ژوبل كړې۔زمونږ پھ بل كانديد مشتاق منهاس قاتلانه بريد شوې خو مونږ خپلو كارمندانو ته د امن وئېلي دې ۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف پیغام د پرمختګ٬خوشحالۍ او د امن پیغام دے۔ده ووئيل په آزاد كشمير كښې د پيپلز ګوند حكومت دے او د دوي خپل وزيراعظم ناست دے٬د ټګۍ نه مونږ يرېږو ۔ده ووئيل چبلاول دې په آزاد كشمير كښې د 2021 د ټاكنو لپاره چمتوالې ونيسي اوس دې پھ سندھ كښې غوره حكمرانۍ ته پام لرنه وكړي ګينې پھ 2018 په ټاكنو كښې به سندھ د دوي د لاسه وځي











