اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د آئي اېس پي پي ډي جي لېفټېننټ جنرال عاصم سلیم باجوہ وئيلي دي د انفارمېشن بېسډ آپرېشن په مهال د سندھ هائي كورټ چيف جسټس زوئے په حفاظت سره خوشې كړے شو۔ د اوېس شاہ افغانستان ته رسولو هڅه شنډ كړې شوه۔ د عملياتو په مهال درې ترهګر ووژل شول۔ ده د نهې په ورځ د خبري كنفرنس كولو په مهال …
د انفارمېشن بېسډ آپرېشن په مهال د سندھ هائي كورټ چيف جسټس زوئے په حفاظت سره خوشې كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د آئي اېس پي پي ډي جي لېفټېننټ جنرال عاصم سلیم باجوہ وئيلي دي د انفارمېشن بېسډ آپرېشن په مهال د سندھ هائي كورټ چيف جسټس زوئے په حفاظت سره خوشې كړے شو۔ د اوېس شاہ افغانستان ته رسولو هڅه شنډ كړې شوه۔ د عملياتو په مهال درې ترهګر ووژل شول۔ ده د نهې په ورځ د خبري كنفرنس كولو په مهال ووئيل امنيتي ځواكونو او استخباراتي ادارو د چیف جسټس تښتولي شوي زوئي ممكنه نقل وحركت په اړه د خفيه معلوماتو ترلاسه كېدو په بنياد د ډېره اسماعيل خان خارجي لارو چېكنګ سخت كړے ؤ۔ د چېكنګ په مهال يو سېكورټي اهلكار يو سرف ګاډي ته د ودرېدو اشاره وكړه۔ ډرائيور د ګاډي ودرولو په ځائې ډيوائيډر ته وخېژولو۔ په دې امنيتي اهلكار ډرائيور په نښه كړو۔ په دې مهال دوه وروستو ناستو ترهه ګرو پېښې ويستلو له منډې كړې۔ په يو بل د ډزو پېښه هم رامخې ته شوه د كومې په نتيجه كښې چې درې واړه ترهه ګر ووژل شول۔ د ترهه ګرو وژل كېدو څخه وروستو د ګاډي تلاشي واخستلې شوه نو برقعه كښې د ناست تن څخه شناخت وغوښتلې شو۔ ولې ده څه نه وئيل۔ كله چې ده څخه نقاب لرې كړې شو نو د ده په خله ټېپ لګېدلے ؤ۔ د دې په لرې كولو ده ووئيل زه د سندھ هائي كورټ چيف جسټس زوئے اوېس شاه يم كراچۍ څخه تښتولے شوے يم۔ په دې امنيتي اهلكار دې په سمدستي توګه نزدې كېمپ ته واستولو۔ د يوې پوښتنې په ځواب جنرال عاصم سليم باجوه ووئيل داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي دي چې تښتوؤنكو اوېس شاه افغانستان ته اړول غوښتل۔ د يوې بلې پښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د دغه ترهه ګرو تعلق ټي ټي پي او نورو ترهه ګر تنظيمونو سره ؤ۔ ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد د پاك پوځ كاميابو عملياتو په سوب د ترهګرو كاروايو كښې تر كافي حد كمې راغلې۔ ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد عمليات به ټولو هېواد كښې انفارمېشن بېسډ عمليات جاري وي او دا به د آخري ترهګر تر خاتمې روان ساتلې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه 19زره 800انفارمېشن بېسډ آپرېشن شوي دي د كومو په مهال چې يو شمېر ترهه ګر وژل شوي دي او ځينې نور نيولې شوي هم دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ترهه ګرو يوه حربه د مهم شخصياتو بچي په نښه كول دي او دوئي تښتول دي۔ ډی جی آئی ایس پی آر د ترهه ګرۍ ختمولو په لړ كښې د ميډيا مثبت كردار وستائلو او هيله ئې ولرله چې سباؤن كښې به هم ميډيا خپله مرسته دغسې روانه ساتي











