اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي)د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان منیجنګ ډائرېکټر مسعود ملك وئيلي دي عبدالستار اېدھی د پاکستان رښتنې سرمايه وه٬ ھغه د بې اسرې خلقو محسن او په سخت وخت كښې د پاكستانيانواميد ٶ٬ د ھغه كمې به كلونو ترسره نشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوموړي سماجي كاركن خدائے بخښلي عبدالستار اېدھي زوي فېصل اېدهي سره د غمرازئ په مهال كړي ۔مسعود ملك …
عبدالستار اېدھی د پاکستان رښتنې سرمايه وه٬ ھغه د بې اسرې خلقو محسن او په سخت وخت كښې د پاكستانيانو امېد ٶ٬

مزید خبریں
اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي)د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان منیجنګ ډائرېکټر مسعود ملك وئيلي دي عبدالستار اېدھی د پاکستان رښتنې سرمايه وه٬ ھغه د بې اسرې خلقو محسن او په سخت وخت كښې د پاكستانيانواميد ٶ٬ د ھغه كمې به كلونو ترسره نشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوموړي سماجي كاركن خدائے بخښلي عبدالستار اېدھي زوي فېصل اېدهي سره د غمرازئ په مهال كړي ۔مسعود ملك ووئيل د عبدالستار ایدھي مړينه د پاكستانې قام لوې زيان دے٬ د خېرښګړې كار كوٶنكو له د ھغه په یل تږ پكار دے٬ د ھغه په ملكي او نړيواله كچه د سماجي خدماتو په سوب پاكستان په نړۍ كښې لوې مقام ترلاسه كړې۔ ده ووئېل عبدالستار اېدھي پاکستان كښې بې فرقه د انسانيت خدمت كړې او د پاكستان نامه ئې روښانه كرې۔ مسعود ملك ووئيل د حکومتي مرستې نه غېر د خېر ښګړې لويه اداره چلولو نړۍ كښې مثال نشته٬ بايد مونږ د ھغه مشن روان ساتلو له اېدهي فاٶنډېشن سره بشپړه مرسته وكړو۔ په دې موقع د اپے پي پي اېم ډي مسعود ملك فېصل اېدهي ته د اے پي پي لخوا د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو او د عبدالستار ایدھي بخښنې لپاره ئې دعا وكړه۔ مسعود ملك د اے پي پي ملازمانو لخوا د يوې ورځې تنخا هم اېدهي فاٶنډېشن ته د عطيه كولو اعلان هم وكړو











