د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اېس اي سي پي غونډه

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د سېکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان لخوا په كمپنيز بل 2016 كښې د نوې تصوراتو پحقله همكارانو سره د بشپړه مشاورت نه پس د بل شاملولو سپارښتنه كړې ده د ګل په ورځ د اېس اي سي پي غونډې مشري كوله۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د كمپنيز بل 2016 په مسوده تراوسه د شوي …

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د سېکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان لخوا په كمپنيز بل 2016 كښې د نوې تصوراتو پحقله همكارانو سره د بشپړه مشاورت نه پس د بل شاملولو سپارښتنه كړې ده د ګل په ورځ د اېس اي سي پي غونډې مشري كوله۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د كمپنيز بل 2016 په مسوده تراوسه د شوي پرمختګ پحقله بريفنګ وركړې شو۔ د اېس اي سي پي چیئرمېن ووئيل د وفاقي وزير د سپارښتنې په رڼا كښې مشاورتي عمل ترسره كړې شوې او ټولو اړوندو شراكت دارو له مخئ د بل مسوده كښې بدلون هم شوې۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د بل مسوده په باقاعده توګه د خزانې او قانون وزارتونو ته واړندې كړئ۔ده ووئيل د نوې تصوراتو پحقله همكارانو سره د بشپړه مشاورت نه پس د رائيو په رڼا كښې معرفي كړې شوې تصورات په مجوزه كمپنيز بل كښې شامل كړئ

مزید خبریں