پھ سياسي توګه ناكامه خلق د مسلم ليګ(ن)پھ ضد كمپائن چلوي٬د حكومت په ضد ټول سازشونه به ناكامه كېږي

اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي ځينې خلق كوم چې پھ سياسي توګه ناكامه شوي هغه د مسلم ليګ(ن)پھ ضد كمپائن چلوي٬د مسلم ليګ(ن) حكومت په ضد ټول سازشونه به ناكامه كيږي ولې چې خلق ګونګيان او ړانده نه دي۔د ګل په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل د حكومت پالېسيو كښې د استحكام او تسلسل پھ سوب …

اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي ځينې خلق كوم چې پھ سياسي توګه ناكامه شوي هغه د مسلم ليګ(ن)پھ ضد كمپائن چلوي٬د مسلم ليګ(ن) حكومت په ضد ټول سازشونه به ناكامه كيږي ولې چې خلق ګونګيان او ړانده نه دي۔د ګل په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل د حكومت پالېسيو كښې د استحكام او تسلسل پھ سوب هېواد په سم لوري روان دے۔ده ووئيل كال 2013 كښې نړيوالې مېډيا پاكستان خطرناك هېواد ګرځولې ؤ او نن پاكستان پھ تندۍ سره په پرمختګ كوونكو 8 معيشتونو كښې شامل دے۔ده ووئيل نن پاكستان سټاك ماركيټ 39000 انډكس ته رسېدلې٬د پاكستان د امنيت وضعه ښه شوي۔ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ 46 بلينه ډالره سرمايه كارۍ سره به د پاكستان قسمت بدل شي۔ده ووئيل تر 2018 به نېشنل ګرډ كښې 10 زره مېګاواټ برېښنا زياته كړې شي او تر 2025 به 15 زره مېګاواټ برېښنا زياته شامل كړی شي۔ده ووئيل د اعلٰی تعليم ودې لپاره پھ وړومبي ځل 80 ملينه انوسټمنټ شوې۔احسن اقبال ووئيل پاكستان امريكا نالج كورئيډار له مخې په راتلونكو لس كلونو كښې لس زره پي اېچ ډي ايز تيار كړی شي