پاكستانو سوداګرو لپاره د سعودي يو كال موده لرونكې وېزې د غوښتنې ملاتړ كوو۔وفاقي وزير سردار محمد يوسف

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي پاكستانو سوداګرو لپاره يو كال موده لرونكې ويزې د غوښتنې بشپړ ملاتړ كوو او د كاروباري ورورولۍ لپاره د حج كوټې په بېلولو په جدي توګه غور كوو۔د حج انتظامات غوره جوړولو لپاره په زړه پورې هڅې روانې دي ۔سردار محمد يوسف دا خبره د اېف پي سي سي آئي صدر عبدالرؤف عالم په …

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي پاكستانو سوداګرو لپاره يو كال موده لرونكې ويزې د غوښتنې بشپړ ملاتړ كوو او د كاروباري ورورولۍ لپاره د حج كوټې په بېلولو په جدي توګه غور كوو۔د حج انتظامات غوره جوړولو لپاره په زړه پورې هڅې روانې دي ۔سردار محمد يوسف دا خبره د اېف پي سي سي آئي صدر عبدالرؤف عالم په مشرۍ كښې يو پلاوي سره وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د حج انتظاماتو كښې به د تجارانو وړاندېزونه تر نظره ساتلې شي٬په آخري حج فلائټ كښې به د اېف پي سي سي آئي نومولې 25 تجاران د حج درناوې ترلاسه كولو لپاره لېږلې شي۔په دې مهال عبدالرؤف عالم ووئيل لږ تر لږه 400 لوي تجارانو له به د يو كال ملټي پل ويزه جاري كولې شي چې ورسره به كاروبار آسان٬خرڅونه كم او د دواړو وروڼو هېوادوو ترمينځه د تجارت حجم زيات شي

مزید خبریں