اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف په مشرۍ كښې د فيډرل فلډ كمېشن غونډه د نهې په ورځ وشوه۔د بارانونو موسم لپاره د صوبائي او وفاقي ادارو لخوا د پورته كړې شويو ګامونو جاج واخستې شو۔غونډه كښې د ټولو اړوند محكمو چارواكو د سېلاب صورتحال څخه بچ كېدو او د حفاظتي انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير د بارانونو موسم …
د وفاقي وزير خواجه محمد آصف په مشرۍ كښې د فيډرل فلډ كمېشن غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف په مشرۍ كښې د فيډرل فلډ كمېشن غونډه د نهې په ورځ وشوه۔د بارانونو موسم لپاره د صوبائي او وفاقي ادارو لخوا د پورته كړې شويو ګامونو جاج واخستې شو۔غونډه كښې د ټولو اړوند محكمو چارواكو د سېلاب صورتحال څخه بچ كېدو او د حفاظتي انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير د بارانونو موسم پھ مهال د چمتو اوسېدو او د وړاندې څخه شوې تيارۍ لا ښه كولو هدايت وكړو۔غونډې ته ووئيل شو چې پاك پوځ د سېلاب په صورتحال قابو موندلو او رېسكيو تيارو لپاره چمتو دے۔غونډه كښې د تربېلا او منګله بندونو كښې د اوبو درآمد او اخراج په اړه هم تفصيلات وړاندې كړی شو










