د پاكستان او بحرين كاروباري رابطې زياتولو٬دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كارۍ ته وده او د توان د شريكو منصوبو په ډاډګيرنه كولو اتفاق

اسلام آباد 13 جولائي(اے پی پی) د پاكستان او بحرين كاروباري رابطې زياتولو او دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو او د توان شريكو منصوبو په ډاډګيرنه كولو سلا شوي دې ۔دا سلا د شورو په ورځ د پاكستان او بحرين ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت پرانستې سېشن په مهال رامخې ته شوې۔اډېشنل سېكتر تصور خان مشاورتي غونډه كښې د پاكستاني پلاوي او د شاهي …

اسلام آباد 13 جولائي(اے پی پی) د پاكستان او بحرين كاروباري رابطې زياتولو او دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو او د توان شريكو منصوبو په ډاډګيرنه كولو سلا شوي دې ۔دا سلا د شورو په ورځ د پاكستان او بحرين ترمينځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت پرانستې سېشن په مهال رامخې ته شوې۔اډېشنل سېكتر تصور خان مشاورتي غونډه كښې د پاكستاني پلاوي او د شاهي كورنۍ غړي او دوهم انډر سېكتر د بهرني پلاوي مشري وكړه۔د خارجه دفتر وياند ترمخه د پاكستان او بحرين د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكو ذكر كولو سره دواړو اړخونو ووئيل په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د دواړو هېوادونو دريځ يو ډول دے۔د خبرو په مهال د دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو لپاره يو شمېر وړاندېزونه وركړی شول۔دواړو اړخو كاروباري رابطې زياتولو او دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته په وده وركولو هم اتفاق وكړو۔بهرني پلاوي ته د وزيراعظم د امن ناكه ګاونډګيرۍ پالېسۍ په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه اسلام آباد كښې د شاه حماد يونيورسټي آف نرسنګ او اېسوسي اېټډ مېډيكل سائنسز كېمپس جوړولو په اړوند تاريخي اېم او يو هم لاس ليك وكړی شو

مزید خبریں