اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاك چین اقتصادي لارې منصوبې ته حكومت پام لرنه كوي او د دغې په وخت ترسره كولو له كوټلي ګامونه پورته كوي٬ په سي پېك منصوبه كښې ٬ د توان ، ګوادر ، انفراسټرکچر پشمول په نورو منصوبو په تندۍ سره كار روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بېلا بېلو څانګو …
پاك چین اقتصادي لارې منصوبې ته حكومت پام لرنه كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاك چین اقتصادي لارې منصوبې ته حكومت پام لرنه كوي او د دغې په وخت ترسره كولو له كوټلي ګامونه پورته كوي٬ په سي پېك منصوبه كښې ٬ د توان ، ګوادر ، انفراسټرکچر پشمول په نورو منصوبو په تندۍ سره كار روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بېلا بېلو څانګو كښې پېشه واه پوهه لرونكو پلاويو سره ملاقات كښې كړې۔ وفاقي وزیر ووئيل د هر هېواد د پرمختګ په انفراسټركچر پورې تړلې وي٬ چين او د نورو هېوادونو انفرسټركچر ښه كولو سره به د پرمختګ مزل كښې كاميابي ترلاسه شي ۔ده ووئيل د سي پېك منصوبې د لارې به ټول هېواد كښې خاص اكنامك زونز جوړولې شي ٬ اوسنې حكومت لويديز روټ جوړولو ته خاص پاملرنه كوي۔ ده ووئيل نړيواله ميډيا د اوسني حكومت د اقتصادي پاليسيو اعتراف كوي










