اسلام آباد پوليس٬اېف آئي اے او د نشه اي توكو مخ نيوي ځواكونو په سلو ورځو كښې 1800 اشتهاريان نيولي

اسلام آباد 12 جولائي(اے پی پی) اسلام آباد پوليس٬اېف آئي اے او د نشه اي توكو مخ نيوي ځواكونو د اشتهاري مجرمانو په ضد د روان كمپائن په وړومبو 100 ورځو كښې 1800 اشتهاريان نيولي دي٬ د 769 اشتهاريانو شناختي كارډونه او 1193 پاسپورټونه بلاك كړي شوي ٬ 581 كسان د بانك اكاؤنټس او 826 د موبائل فون د لارې پیژندګلي شوې دي ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار …

اسلام آباد 12 جولائي(اے پی پی) اسلام آباد پوليس٬اېف آئي اے او د نشه اي توكو مخ نيوي ځواكونو د اشتهاري مجرمانو په ضد د روان كمپائن په وړومبو 100 ورځو كښې 1800 اشتهاريان نيولي دي٬ د 769 اشتهاريانو شناختي كارډونه او 1193 پاسپورټونه بلاك كړي شوي ٬ 581 كسان د بانك اكاؤنټس او 826 د موبائل فون د لارې پیژندګلي شوې دي ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ كښې د نهې پھ ورځ شوې غونډه كښې اسلام آباد كښې د اشتهاري ملزمانو پھ ضد كمپائن پھ اړه بريفنګ وركړی شو۔غونډه كښې داخله سېكتر٬د ناركوټكس ډويژن سېكتر٬داخله خاص سېكتر٬د آئي سي ټي پوليس آئي جي٬ اميګرېشن او پاسپورټ ډائرېكټر جنرل او نورو چارواكو ګډون كولو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير اېف آئي اے٬پوليس او نشه اي توكو مخ نيوي ځواكونو ته سپارښتنه وكړه چې هغوي دې د اشتهاري ملزمانو پھ ضد كاروائي تنده كړي او د جولائي تر آخر دې د هغوي په اړه پالېسي وضع كړي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير امر وكړو چې د سنګينو جرائمو پشمول د قتل٬پیسو لپاره د تښتونې٬ترهه ګري٬د نشه اي توكو ٬ بشري قاچاق او د ګاډو غلوو اشتهاريانو نيولو ته خاص پام لرنه وكړئ ۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د نادرا په مرسته د اشتهاري ملزمانو مركزي ډېټا بينك جوړولې شي كوم به چې ټولو قانون نافذ كونكو ايجنسو سره ګډولې شي او دې سره سره به د كورنيو چارو وزير د احكاماتو له مخې صوبې هم خبرولې شي۔د اسلام آباد پوليس آئي جي ووئيل يو خاص سافټ ويئر جوړولې شي كوم كښې به چې د اشتهاري ملزمانو تفصيلات او د هغوي په ضد د جرائمو تفصيل هم وې دغسې چې قانون نافذ كونكو ايجنسو ته د هغوي نيولو له مرسته ترلاسه شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د اسلام آباد پوليس آئي جي ته سپارښتنه وكړه چې د جرائم پېشه كس قامي شناختي كارډ او اېډرېسز پشمول ټولو تفصيلاتو سره د اېف آئي آر اندراج باوري كړي۔ده داخله سېكتر ته سپارښتنه وكړه چې هغه دې د صوبائي چېف سېكترانو سره ټولو صوبو كښې د زمكو او جائيدادونو ډيجيټيلائزېشن تندولو لپاره تماس ونيسي چې ورسره به قانون نافذ كونكو ايجنسو ته جرائم پېشه كسانو ته رسېدو له مرسته ترلاسه شي۔د اېف آئي اے چارواكي د كورنيو چارو وزير د وائټ كالر جرائمو او د بېلو لويو كرپشن كيسونو د پېشرفت څخه هم خبر كړو۔

مزید خبریں