اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د آپرېشن ’’ردالفتنه 3‘‘ لاندې د بلوچستان په واشك ضلع كښې د خارجيانو په ضد په كاميا انټېلي جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ هغه د 5 خارجيانو په وژلو د ځواكونو د غېر متزلزل عزم او اعلی پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقی وزیر …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په واشك كښې د كامياب آپرېشن په مهال د 5 خارجيانو په وژلو میړنو ځوانانو ته درناوې وړاندې كړو
اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د آپرېشن ’’ردالفتنه 3‘‘ لاندې د بلوچستان په واشك ضلع كښې د خارجيانو په ضد په كاميا انټېلي جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ هغه د 5 خارجيانو په وژلو د ځواكونو د غېر متزلزل عزم او اعلی پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقی وزیر ووئيل قوم د فتنة الهندوستان ترهګر په خپلو ناپاكو عزائمو كښې په ناكامه كونكي مېړنو فرزندانو وياړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ به روان ساتلې شي او قوم د خپل ګران هېواد دفاع لپاره امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔








