نوے ډيلے ۔14اکتوبر (اے پي پي) د هند په ختيځ ايالت بهار کښې د بېړۍ چپه كېدو پېښې په نتيجه كښې 14 كسان مړه شوي كومو كښې چې زياتره ماشومان دي۔ د شنهوا تر مخه ځايي پولیس د پیښې تصدیق کولو سره ووئېل دا پیښه تېره شپه د بهار ولايت په ویشالي اولسوالۍ كښې د يو كلي سره نزدې په ګنګا درياب كښې رامخې ته شوه چرته چې د مسافرو …
هند، په ګنګا كښې د بېړۍ چپه كېدو پېښه ٬ 14 كسان مړه شول

مزید خبریں
نوے ډيلے ۔14اکتوبر (اے پي پي) د هند په ختيځ ايالت بهار کښې د بېړۍ چپه كېدو پېښې په نتيجه كښې 14 كسان مړه شوي كومو كښې چې زياتره ماشومان دي۔ د شنهوا تر مخه ځايي پولیس د پیښې تصدیق کولو سره ووئېل دا پیښه تېره شپه د بهار ولايت په ویشالي اولسوالۍ كښې د يو كلي سره نزدې په ګنګا درياب كښې رامخې ته شوه چرته چې د مسافرو نه ډكه بېړۍ اپوټه شوه او پكښې 14 كسان مړه او 6 ژوبل شول ، ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي او 3 كسان نور ژوندي بچ كړې شول۔ د پیښې په وخت بېړۍ كښې د دوه درځنو نه زيات كسان ناست وو ۔ د چارواكو تر مخه د كسانو لټون روان دے ۔








