د پاکستان پرمختګ٬ سوكالۍ او بقاء ته حكومت وړومبے پام كوي ، د خېبر پښتونخوا اولس ته بنيادي سهولتونه وركول، د امن و امان بحالي او د ترهګرۍ خاتمې لپاره به په زړه پورې هڅې كولې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف پارلماني پارټۍ ته وېنا

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د پاکستان پرمختګ٬ سوكالۍ او بقاء ته حكومت وړومبے پام كوي ، د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي، د خېبر پښتونخوا اولس ته بنيادي سهولتونه وركول، د امن و امان بحالي او د ترهګرۍ خاتمې لپاره به په زړه پورې هڅې كولې شي، په صوبه كښې سکولونه، پوهنتونونه او روغتونونه …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د پاکستان پرمختګ٬ سوكالۍ او بقاء ته حكومت وړومبے پام كوي ، د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي، د خېبر پښتونخوا اولس ته بنيادي سهولتونه وركول، د امن و امان بحالي او د ترهګرۍ خاتمې لپاره به په زړه پورې هڅې كولې شي، په صوبه كښې سکولونه، پوهنتونونه او روغتونونه فعاله كول، داروګان رسول، د پوليس تربيه، د کاٶنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) مضبوطول او سيف سټيز جوړولو ته به پام كولې شي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د مسلم ليګ (ن) پارلماني پارټۍ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل  خېبر پښتونخوا د پاکستان ښائسته صوبه ده او اولس ئې غېر مند او بهادر دے چا چې تل د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ له بشپړه ملګرتيا كړې او د ترهګرۍ په ضد ېې بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل په 18-2017 كښې پاكستان كښې د ترهګرۍ خاتمه شوې وه خو د پاکستان تحريک انصاف حکومت په راتلو سوات ته ترهګر راتلل بيا پېل شول۔ ده ووئيل  په كال 2024ء كښې په صوبه كښې بيا د حكومت  جوړولو نه وروستو په تېرو دوه نيمو كالو كښې وفاقي حکومت صوبائي حکومت سره په ګډه  تل ډېرې هڅې وكړې٬ پخواني وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور سره يو شمېر ملاقاتونه شوي او هغوي له باور وركړے شوے  ؤ چې د هېواد د ترقۍ او خوشحالۍ سفر شريك دے او د ترهګرۍ مقابله هم شريكه ذمه واري ده،  ده ووئېل د نوے وزيراعليٰ د انتخاب نه وروستو هم صوبائي حکومت سره د مرستې هڅې روانې ساتلې شوې وې۔ په صوبه كښې عام وګړي٬ پوليس اهلكار او افسران شهيدان او اغواء كېږي او د پوځ ځوانان او افسران هم قربانۍ وركوي، كه د ترهګرۍ بشپړه خاتمه ونه كړې شوه نو چې په  دوه نيمو كالو كښې هېواد د پرمختګ كوم سفر كړے ھغه به روان ساتل ګران شي۔ ده ووئېل  د ماضي مسائل او چيلنجز مخنيوي لپاره مخ په وړاندې روان يو او دا هر څه د ټيم ورك، مضبوطې شراکت دارۍ ، خلوص او سنجيدګۍ سره ممكن شوي ۔ ده ووئيل  د حکومت مقصد غربت او د بې روزګارۍ خاتمه او د ټولو نه زيات د پاكستان 24 كروړه اولس د پور نه آزادول دي۔ ده ووئيل  په دې وروستو كښې چې  تېر

مزید خبریں