خېبر پښتونخوا كښې د امن و امان صورتحال ښه كولو، معيشت ښه كولو او ترهه ګرغ ختمولو لپاره د ګورنر معاونت له غير جانبدار ټيکنوکريټ ايډوائزري کونسل شوې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 13 اکتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل تيرو 13 كلونو كښې د پاکستان تحريك انصاف او خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت نه د اولسي ښېګړي لپاره كار كړې او نه ئې د اولس د مال او ځان حفاظت لپاره څه اقدامات کړي،يواځې د انتشار لاره خپله كړې شوي۔پارليماني پلاوي وزيراعظم له باور وركړو چې اتحادي ګوندونه په موجوده صورتحال كښې د وفاقي حکومت سره ولاړ دي۔د …

اسلام آباد 13 اکتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل تيرو 13 كلونو كښې د پاکستان تحريك انصاف او خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت نه د اولسي ښېګړي لپاره كار كړې او نه ئې د اولس د مال او ځان حفاظت لپاره څه اقدامات کړي،يواځې د انتشار لاره خپله كړې شوي۔پارليماني پلاوي وزيراعظم له باور وركړو چې اتحادي ګوندونه په موجوده صورتحال كښې د وفاقي حکومت سره ولاړ دي۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې  وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پاکستان مسلم ليګ (ق)، بلوچستان عوامي پارټۍ، استحکام پاکستان پارټۍ او مسلم ليګ (ضياء) پارليماني پلاوي وليدل۔پلاوي كښې د بلوچستان عوامي پارټۍ ے صدر او وفاقي وزير خالد مګسي،د سېنېټ پخواني چيئرمېن او ايم پي اے صادق سنجراني، سينيټرز منظور کاکړ، عبدالقادر بلوچ، دنيش کمار او ثمينه ممتاز زهري، پخواني سينيټر فدا محمد خان، د پاکستان مسلم ليګ (ق) صدر او وفاقي وزير چوهدري سالك حسين ۍ د قومي اسمبلۍ غړو محمد الياس چوهدري او فرح خان، د استحکام پاکستان پارټۍ وزير مملکت عون ثقلين عباس، قامي اسمبلۍ غړي ګل اصغر خان او منزه حسن، پي ايم ايل (ضياء) صدر او قومي اسمبلۍ غړي محمد اعجاز الحق شامل وو۔ وزيراعظم پلاوې صوبه خېبر پښتونخوا په صورتحال اعتماد كښې واخست۔وزيراعظم ووئيل خېبر پښتونخوا كښې امن و امان صورتحال ښه كولو، معيشت ښه والي او ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د ګورنر معاونت له غير جانبدار ټيکنوکريټ ايډوائزري کونسل جوړ شوې،خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي حکومت طرز عمل او ترهه ګرۍ په ضد ښكاره موقف څخه ډډه كولو سره د پاکستان پرمختګك ونكي معيشت ته خطر وو۔ده ووئيل وفاقي کابينې شريك مشاورت سره د  آئين آرټيکل 232 او 234 ترمخه آئيني اقدامات پريكړه وكړه،خېبر پښتونخوا كښې د پاکستان تحريك انصاف حکومت د ترهه ګرۍ په ښكاره ټكو كښې غندنه نه ده كړي او نه ئې د ترهه ګرۍ په ضد کاروائي کړي۔ده ووئيل تيرو څو كلونو راهسې خېبر پښتونخوا كښې پاك پوځ ، سکيورټي فورسز او پوليس ځيني اهلكار شهيدان شوي،تيرو 13 كلونو كښې د  پاکستان تحريك انصاف او خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت نه د اولسې ښېګړې لپاره كار كړې او نه ئې د اولس د مال او ځان حفاظت لپاره څه اقدامات کړي،يواځې د انتشار لاره خپله كرې شوي۔ده ووئيل وفاقي حکومت خېبر پښتونخوا د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره اين ايف سي ترمخه 800 اربه روپو څخه زيات فنډز وركړې،د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ د كار استعداد زياتولو او سېف سټيز جوړولو لپاره موثر اقدامات کولو كښې ناکامه شوې۔پارليماني پلاوي وزيراعظم له باور وركړو چې اتحادي ګوندونه به په موجوده صورتحال كښې د وفاقي حکومت سره ولاړ وي۔ اتحادي ګوندونو پارلماني پلاوي په مشکل حالات كښې د هېواد په مشرۍ او لارښودنه د وزيراعظم محمد شهباز شريف قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د قانون و انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري او د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار  رانا ثناء الله هم موجود وو

مزید خبریں