د وفاقي وزير محسن نقوي او د اروپائي ائتلاف د داخله چارو كمشنر د پلاويو په كچه خبرې، د غير قانوني مائيګريشن مخنيوي په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د اروپائي ائتلاف د  كورنيو چارو او مائيګريشن کمشنر ميګنس برنر وليدل٬ په ملاقات كښې د دوه اړذخيزه اړيكو پشمول د پلاويو په كچه تفصيلي خبرې وشوې۔ د داخله وزارت له مخې په ملاقات كښې د قانوني اميګريشن په وده، بارډر مينجمنټ او د غېر قانوني مائيګريشن مخه نيوي په اړه په مهمو چارو د …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د اروپائي ائتلاف د  كورنيو چارو او مائيګريشن کمشنر ميګنس برنر وليدل٬ په ملاقات كښې د دوه اړذخيزه اړيكو پشمول د پلاويو په كچه تفصيلي خبرې وشوې۔ د داخله وزارت له مخې په ملاقات كښې د قانوني اميګريشن په وده، بارډر مينجمنټ او د غېر قانوني مائيګريشن مخه نيوي په اړه په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د اروپا کمشنر ميګنس برنر د غېر قانوني مائيګريشن په ضد د پاکستان لخوا د پورته كړو ګامونو ستائنې كولو سره ووئيل  د پاکستان د كوټلو اقداماتو په نتيجه كښې د اروپا پلو غير قانوني مائيګريشن كښې تر 64 فيصده كمے راغلے دے كوم چې د ستائنې وړ ګام دے۔ وفاقي وزير محسن نقوي په دې موقع ووئيل  پاکستان كښې د غېر قانوني مائيګريشن په ضد “زيرو ټالرنس” پاليسي نافذ العمل ده۔ د 64 فيصده کمي نه وروستو اوس زمونږ بل هدف سل فيصده خاتمه ده۔ په دې موقع سيکرټري داخله، سپيشل و ايډيشنل سيکرټري داخله، ډي جي ايف آئي اے، آئي جي فيډرل کانسټيبلري، ډي جي اېن سي سي آئي اے، ډي جي پاسپورټ، د اسلام آباد چيف کمشنر او نور چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں