وفاقي حکومت به صوبو سره د كر كېلې پرمختګ لپاره هر ډول مرسته كوي،  غنم په زيات مقدار موجود دي، ذخيره كوٶنكو سره به كوم رعايت نه كېږي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف كروندګرو ته په لږ لګښت د سرې، معياري تخم، جديد مشينرۍ او د اوبو ښه استعمال لپاره آلات و تکنيکي صلاحيتونو وركولو ته د وړومبۍ پام كولو سره ووئيل  وفاقي حکومت به صوبو سره د كركېلې پرمختګ لپاره هر ډول مرسته كوي، غنم په زيات مقدار موجود دي، ذخيره كوٶنكو سره به كوم رعايت نه كېږي، صوبو سره په …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف كروندګرو ته په لږ لګښت د سرې، معياري تخم، جديد مشينرۍ او د اوبو ښه استعمال لپاره آلات و تکنيکي صلاحيتونو وركولو ته د وړومبۍ پام كولو سره ووئيل  وفاقي حکومت به صوبو سره د كركېلې پرمختګ لپاره هر ډول مرسته كوي، غنم په زيات مقدار موجود دي، ذخيره كوٶنكو سره به كوم رعايت نه كېږي، صوبو سره په مشاورت به ډېر زر د غمنو بيعه اعلان كړې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي زرعي و غذائي تحفظ کونسل وړومبۍ غونډه وشوه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل كر كيله د هېواد په معيشت كښې د ملاتير حېثېت لري، زراعت د پاکستان معيشت  په لنډه موده كښې د پرمختګ په لور د روانولو استعداد لرې۔ ده ووئيل د پنجاب اعلې وزيرې پنجاب كښې د كروندګرو ترقۍ، ايکوا کلچر، شرمپ فارمنګ او د کسان کارډ د لارې ګروندګرو ته نېغ په نېغه د سبسډي وركولو په څېر ښه اقدامات كوي، د سندھ وزيراعليٰ د كروندګرو ترقۍ او دوي ته سهولتونه وركولو لپاره شپه او ورځ محنت كوي۔ وزيراعظم ووئيل د لائيو سټاک څانګه هم د هېواد برآمدات زياتولو پراخه استعداد لري، د پاکستان حلالې غوښې په برآمدات كښې زياتوالي لپاره اقدامات کوو۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حکومت به صوبو ته د كر كېلې ترقۍ لپاره هر ډول مرسته وركوي٬ كروندګرو ته په كم لګښت سرې، معياري تخم، جديد مشينري او د اوبو بهتر استعمال لپاره آلات و تکنيکي صلاحيتونه وركولو ته  وړومبۍ پام لرنه كوو ، ده وئوېل كروندګر په خاص توګه د مېنځنۍ او د وړې درجې كروندګرو ته د فصل سمه بيعه وركولو ته هم پام كوو۔ ده ووئيل  د غنمو بيعې په اړه پرېكړه به د صوبو په مشاورت سره كولې شي او د مشاورت بشپړېدو نه وروستو به ډېر زر د غنمو بيعه اعلان كړې شي۔ په غٶنډه كښې د پنجاب وزيرِاعليٰ او د سندھ د فوډ وزير په پنجاب او سندھ كښې د كروندګرو ترقۍ لپاره د صوبائي حکومتونو په اقدامات رڼا واچوله۔ په غونډه كښې په بلوچستان، خېبر پختونخوا، آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان كښې د زراعت ترقۍ لپاره په اقدامات بريفنګ هم وركړے شو۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو رانا تنوير حسين، ډاکټر مصدق ملک، جام کمال خان، احد خان چيمه، احسن اقبال، عطاء الله تارړ، خالد حسېن مګسي، مياں معين وټو، سلاحكار رانا ثناء الله، هارون اختر، د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز شريف، د سندھ د زراعت وزير مخدوم محبوب الزمان او اړوند چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں