خيبر پښتونخوا  تر څو مياشتو  مفلوج وساتلې شوه ، واكمنې طبقې د لاريونونو او    ذاتي ګټې لپاره د اولس پيسه مصرف كوله ، انجينئر امير مقام

اسلام آباد۔13اکتوبر  (اے پي پي)دِ کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي  خيبر پښتونخوا كښې په تېرو څو مياشتو كښې صوبه مفلوج اوساتلې شوه    او واكمنې طبقې  لاريونونو او  ذاتې ګټې لپاره  د اولس پيسه كاروله ۔ د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئېل د  خيبر پښتونخوا  اولس ته په دې اقدام مبارکي وركوم  كوم چې د دوي ښیګړې لپاره  شوے  او …

اسلام آباد۔13اکتوبر  (اے پي پي)دِ کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي  خيبر پښتونخوا كښې په تېرو څو مياشتو كښې صوبه مفلوج اوساتلې شوه    او واكمنې طبقې  لاريونونو او  ذاتې ګټې لپاره  د اولس پيسه كاروله ۔ د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئېل د  خيبر پښتونخوا  اولس ته په دې اقدام مبارکي وركوم  كوم چې د دوي ښیګړې لپاره  شوے  او دوي پرې خوشحاله دي  ۔ ده ووئېل  اولس د غټ احتجاج او د نظام جام کولو  ادعاګانو برعکس اړوند کال مسترد کړے دے  او خلق د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره خواږه وېشي ۔ انجينئر امير مقام ووئېل د نوي سيټ اپ  پام لرنه خيبر پښتونخوا كښې د امن و سکون راوستو ته به وي  ۔ ده ووئېل  وزيراعظم  محمد شهباز شريف پخپله به د دې چارو څارنه كوي او  وفاقي حکومت، پوځ ،  د فيلډ مارشل عاصم منير مشرتابه او د  صوبې نوے سيټ اپ به په همكارۍ  د صوبې اولس   ته امن وركولو لپاره ګامونه اخلي

مزید خبریں