د 50 نرسز تربيه بشپړېدل د باران وړومبے څاڅكې دے۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د 50 نرسانو تربيه بشپړېدل د باران وړومبے څاڅكې دے٬ حكومت به د وفاقي روغتونونو ټول نرسز ته تربيه وركوي او د دوي د تنخواګانو پشمول په نورو چارو كښې به ښه والے راولي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيکل يونيورسټۍ تر سېوري لاندې  د نرسنګ زده …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د 50 نرسانو تربيه بشپړېدل د باران وړومبے څاڅكې دے٬ حكومت به د وفاقي روغتونونو ټول نرسز ته تربيه وركوي او د دوي د تنخواګانو پشمول په نورو چارو كښې به ښه والے راولي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيکل يونيورسټۍ تر سېوري لاندې  د نرسنګ زده كوٶنكو له د سرټيفکيټس وركلو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ده د نرسنګ څانګې اهميت، د نرسز وظيفائي تربيه، په نرسنګ کونسل كښې اصلاحات او د پاکستان د صحت نظام كښ  د بهترۍ په حواله حکومتي اقدامات باندې رڼا واچوله۔ ده ووئيل  د نرسنګ پيشه صدقه جاريه ده او د صحت په څانګه كښې د نرسز كردار ډېر مهم دے٫ په هيلتھ کيئر كښې نرسنګ 99 فيصد کردار لري۔ د نرسنګ څانګې ته به په هر كچه پام لرنه كول وي٬  ده ووئېل حكومت په نرسنګ کونسل كښې اصلاحات کولو سره نظام ښه كړے دے او اوس به چا ته هم د نرسنګ کونسل پشمول يوه اداره كښې د ذاتي مفادات لپاره د لوبو ګوډاګي جوړولو اجازه ورنه كړي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پمز روغتون ته به يو ښه او موثره انتظامي نظام وركولې شي دغسې چې رنځورانو ته معياري طبي سهولتونه په لاس ورشي او د روغتون په مجموعي کارکردګۍ كښې ځانګړے ښه والے راشي۔

مزید خبریں