موسمياتي بدلونونو سره اړوندې خطرې د منصوبو برخه جوړولو هڅې كوو: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ویلي دي په موسمياتي بدلونونو كښې مخ په زياتېدونكې خطرې پام كښې نيولو سره د دې خطرو كمول د خپلو موسمياتي او پرمختيائي منصوبو برخه جوړولو هڅې كوو۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل د نن احتياط د سبا تحفظ له ضروري دې٬ د قدرتي آفتونو په خطرو كښې د كمي نړيوالې ورځې په موقع …

اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ویلي دي په موسمياتي بدلونونو كښې مخ په زياتېدونكې خطرې پام كښې نيولو سره د دې خطرو كمول د خپلو موسمياتي او پرمختيائي منصوبو برخه جوړولو هڅې كوو۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل د نن احتياط د سبا تحفظ له ضروري دې٬ د قدرتي آفتونو په خطرو كښې د كمي نړيوالې ورځې په موقع مونږ په ټول پاكستان كښې د محفوظ او قدرتي آفتونو د مقابلې كولو زيات صلاحيت لرونكې ټولنې جوړولو عزم پخلې كوو۔ ده ووئيل قدرتي آفت په يوه ورځ كښې د كلونو پرمختګ ته زيان رسولې شي۔ په موسمياتي بدلونونو كښې مخ په زياتېدونكې خطرې پام كښې نيولو سره د دې خطرو كمول د خپلو موسمياتي او پرمختيائي منصوبو برخه جوړول او د هغه كسانو تحفظ لپاره همكاري مضبوطولو له كار كوو كوم چې تر ټول زياتو خطرو سره مخ دي۔