اسلام آباد۔13 اکتوبر(اے پی پی) کراچۍ څخه پېښور ته تلونكې رحمان بابا اېکسپرېس ټرېن د ملتان په شېر شاه سيمه كښې له پټلۍ څخه د پرېوتو پېښې په نتيجه كښی دوه كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ته د پېښې په اړه لېږلې شوي اولني رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې …
شېر شاه سيمې ته نزدې د رحمان بابا اېكسپرېس ټرېن پېښه ، 2 كسان مړه يو شمېر نور ژوبل
اسلام آباد۔13 اکتوبر(اے پی پی) کراچۍ څخه پېښور ته تلونكې رحمان بابا اېکسپرېس ټرېن د ملتان په شېر شاه سيمه كښې له پټلۍ څخه د پرېوتو پېښې په نتيجه كښی دوه كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ته د پېښې په اړه لېږلې شوي اولني رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې كراچۍ څخه پېښور ته تلونكې رحمان بابا اېكسپرېس د ملتان شېر شاه سيمه كښې لويې پېښې سره مخ شو په كومه كښی چې د ټرېن ځينې ډبې پټلۍ څخه لاندې پرېوتې چې په نتيجه كښې يۍ دوه كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو رېسکیو 1122، پولیس او د رېلوے چارواكو ډلې په سمدستي توګه د پېښې ځاې ته ورسېدې او د مرستې كارروايۍ يۍ پېل كړې۔ ژوبل شوي او د مړو كسانو جسدونه نشتر روغتون ته منتقل كړې شول۔ بلخوا رېلوے ټرېك كليئر كولو له ملتان څخه ريليف ټرېن د پېښې ځاتې ته روان كړې شوې دې او د ټرېك بحالولو كار روان دے۔







