کوئټه 12 جولائي (اے پي پي) د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن ډاكټر صلاح الدین مېنګل اېډووکېټ د نهې په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) كوئټه بېورو دورې په موقع وئيلي دي ملي خبري اژانس د پاكستان قامي او نظرياتي پېژندګلې په مثبت انداز كښې رامخې ته كولو ٬ د صحت مند ټولنې په جوړولو او پاك صحافت ته وده وركولو له په 7 ژبو …
ملي خبري اژانس د پاكستان قامي او نظرياتي پېژندګلې په مثبت انداز كښې رامخې ته كوي

مزید خبریں
کوئټه 12 جولائي (اے پي پي) د پرېس كونسل آف پاكستان چيئرمېن ډاكټر صلاح الدین مېنګل اېډووکېټ د نهې په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) كوئټه بېورو دورې په موقع وئيلي دي ملي خبري اژانس د پاكستان قامي او نظرياتي پېژندګلې په مثبت انداز كښې رامخې ته كولو ٬ د صحت مند ټولنې په جوړولو او پاك صحافت ته وده وركولو له په 7 ژبو كښې د قدر وړ خدمات ترسره كوي۔ده ووئيل صحافت د ټولنې 4مه ستن ده او د خبريالانو خيالات د ټولنې د رويو عكاسي كوي دې لپاره دا ضروري ده چې په اوسني تند رفتار او د جديد ټېكنالوجۍ په دور كښې خبريالان د ټولنې رښتينې مسئلې رامخې ته كولو او د اولس د ستونزو عكاسي كولو له د سنسي خېز خبرونو په ځائ د تحقيقاتي رپورټنګ رحجان ته وده وركړي۔په دې موقع د كوئټه بېورو چيف ډاكټر صلاح الدين مېنګل ته په دفتر كښې د بېلا بېلو څانګو پحقله بريفنګ وركړو۔










