اروشا٬تنزانيه 08 اکتوبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د بين الپارلماني يونين(آئي پي يو) 153مې اسمبلۍ په موقع د پاكستاني پارلماني پلاوي مشر كولو سره د تنزانيه په اروشا ښار كښې د بنګله ديش پارلمان سپيكر سره دوه اړخيزه ملاقات كړې۔ د سينيټ چيئرمېن آئي پي يو ايګزيكټو كمېټۍ غړي په منتخب كېدو د بنګله ديش كانديد جشارت عاديب چوهدري له مباركي وركړه۔ده ووئيل …
د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د آئي پي يو 153مې اسمبلۍ په موقع د بنګله ديش د پارلمان سپيكر سره دوه اړخيزه ملاقات٬ پاك-بنكله ديش پارلماني او اقتصادي مرستې لا قوي كولو په اړه اتفاق
اروشا٬تنزانيه 08 اکتوبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د بين الپارلماني يونين(آئي پي يو) 153مې اسمبلۍ په موقع د پاكستاني پارلماني پلاوي مشر كولو سره د تنزانيه په اروشا ښار كښې د بنګله ديش پارلمان سپيكر سره دوه اړخيزه ملاقات كړې۔ د سينيټ چيئرمېن آئي پي يو ايګزيكټو كمېټۍ غړي په منتخب كېدو د بنګله ديش كانديد جشارت عاديب چوهدري له مباركي وركړه۔ده ووئيل چې پاكستان 5 اكتوبر 2026 په مهال آسيا پيسيفك ډلې په غونډه كښې د ده د كانديد كېدو بشپړه ملاتړ كړې كوم چې د سيمه ايزې مرستې او په آئي پي يو كښې د آسيا پيسيفك منطقې موثر نمائندګۍ لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه ده۔ د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن ووئيل چې پاكستان بنګله ديش سره خپلو تاريخي او ورورولۍ اړيكو ته خاص اهميت وركوي او مونږ د بنګله ديش د كانديد په ملاتړ خوشحاله يو۔ د جشارت عاديب چوهدري كاميابي په آئي پي يو كښې زمونږ د منطقې غږ به لا قوي كړي۔ د ملاقات په مهال دواړو خوا د پاكستان او بنګله ديش شريكو اړيكو كښې نوې تحريك پېدا كولو٬ پارلماني روابط ته وده وركولو او عملي مرستې ته پراختيا وركولو د عزم څرګندونه ده۔ د بنګله ديش سپيكر په آئي پي يو كښې د پاكستان په ملاتړ د سينيټ چيئرمېن مننه وكړه او د هغه د خېرسګالۍ جذبې يې ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو په دې خبره زور راوړو چې پارلماني سفارتكاري شريك د افهام و تفهيم ودې او شريك سيمه ايز او نړيوال چیلنجونو مخ نيوي كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ د سينيټ چيئرمېن د بنګله ديش سپيكر ته د پارلماني پلاوي سره د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔










