پاکستان د ډي-8 هېوادونو مقاصدو او پروګرامونو لپاره د مضبوط عزم پخلې

  اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري (اېس آئي اېف سي و اکنامك ډپلوميسي) سفير ابرار اېچ هاشمي ډي-8 هېوادونو مقاصدو او پروګرامونو لپاره د پاكستان د مضبوط عزم پخلې كړے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ايډيشنل سيکرټري د (اېس آئي اېف سي و اکنامك ډپلوميسي) سفير ابرار اېچ هاشمي په خارجه وزارت كښې …

 

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري (اېس آئي اېف سي و اکنامك ډپلوميسي) سفير ابرار اېچ هاشمي ډي-8 هېوادونو مقاصدو او پروګرامونو لپاره د پاكستان د مضبوط عزم پخلې كړے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې ايډيشنل سيکرټري د (اېس آئي اېف سي و اکنامك ډپلوميسي) سفير ابرار اېچ هاشمي په خارجه وزارت كښې د ډي-8  غړو هېوادونو د مشنز  مشرانو او نمائندګانو سره  غېر رسمي ملاقات اهتمام كړې۔ په دې موقع ده ډي-8 هېوادونو مقاصدو او پروګرامونو لپاره د پاكستان د مضبوط عزم پخلې وكړو۔ په ملاقات كښې تجارت، سرمايه کارۍ، په اولسي كچه روابطو (پي ټو پي) او په کاروباري كچه روابطو(بي ټوبي)، سيمه ايزې رابطه کاري، د ډي-8 هلې ځلې او تشخص رامخې ته كولو، د سينټرز آف ايکسيلنس ترمېنځه روابط او آئنده  لپاره د ډي-8 د غونډو په كېلنډر د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں