پېنډۍ 08 اکتوبر (اے پي پي) د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني په پېنډۍ كښې د جي اېچ کيو دوره كړې چرته چې دوي آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ملاقات كړې۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې٬ سيمه ايز امنيتي صورتحال او په دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر …
د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني د جي اېچ کيو دوره، آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ملاقات

مزید خبریں
پېنډۍ 08 اکتوبر (اے پي پي) د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني په پېنډۍ كښې د جي اېچ کيو دوره كړې چرته چې دوي آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ملاقات كړې۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې٬ سيمه ايز امنيتي صورتحال او په دوه اړخيزه دفاعي او امنيتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاکستان او بحرين ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكې په مشتركه اقدارو او شريكې احترام اډانه ګرځولو سره دفاعي و د امنيتي څانګو پشمول دوه اړخَيزه مرسته لا قوي كولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ د بحرين خارجه وزير د پاك پوځ د وظيفائي صلاحيت او آپريشنل تيارو اعتراف وكړو او دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو لپاره ئې د عزم پخلې وكړو۔ ده سيمه ايز امن او استحكام لپاره پاکستان هلې ځلې وستائيلې۔









