اسلام آباد08 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او بحرين ترمينځه د اوږدې مودې او ورورولۍ اړيكې ستائنه كولو سره د تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ توان او افرادي قوت د كار استعداد كښې د اضافې پشمول بيلو څانګو كښې مرسته لا زياتولو له د پاكستان عزم پخلې كړے دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبداللطيف بن راشد الزياني د زيارت په …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبداللطيف بن راشد الزياني وليدل٬تجارت٬ سرمايه كاري٬ توان او د افرادي قوت د كار استعداد كښې د اضافې پشمول بيلو څانګو كښې مرستې لا زياتولو عزم پخلې

مزید خبریں
اسلام آباد08 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او بحرين ترمينځه د اوږدې مودې او ورورولۍ اړيكې ستائنه كولو سره د تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ توان او افرادي قوت د كار استعداد كښې د اضافې پشمول بيلو څانګو كښې مرسته لا زياتولو له د پاكستان عزم پخلې كړے دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د بحرين خارجه وزير ډاكټر عبداللطيف بن راشد الزياني د زيارت په ورځ ليدلي۔ هغه د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سره د پاكستان او بحرين ترمينځه شريك وزارتي كمېشن(جے ايم سي) دريمې غونډې شريكې مشرۍ لپاره پاكستان ته راغلے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د بحرين خارجه وزير هركلي كولو سره د بحرين مشرتابه او اولس لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔ ده د پاكستان او بحرين ترمينځه اوږدې مودې او ورورولۍ اړيكې ستائېلو سره ووئېل چې د دواړو هېوادونو اړيكې په شريك اقدار و باور او اولسي روابط جوړې دي۔ وزيراعظم د پاكستان او بحرين دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او د تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ توان او افرادي قوت كار استعداد كښې اضافې پشمول بيلو څانګو كښې مرستې لا زياتولو پاكستان عزم پخلې وكړو۔ خارجه وزير عبداللطيف الزياني د بحرين قيادت لخوا د وزيراعظم محمد شهباز شريف لپاره د نيكو خواهشاتو او خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔ ده شريكو ګټو بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له د بحرين د عزم پخلې هم وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو لخوا سيمه ايز او نړيوال صورتحال په اړه هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شريكې خوښې په چارو پرله پسې مشاورت او رابطه په ځاې ساتلو په اهميت هم زور راوړلې شو۔ خارجه وزير عبداللطيف الزياني په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د پاكستان ګټور كردار او د ثالثۍ هڅې ستائېلې دي۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې پاكستان او بحرين شريك وزارتي كمېشن دريمه غونډه به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې ته لا ودې وركولو او شريكې اړيكې لا قوي كولو كښې مهم كردار ادا كړي۔ ملاقات خوشګوار او د دوستۍ ماحول كښې شوې كوم چې د پاكستان او بحرين ترمينځه نزدې او اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي









